د پان ایرانېزم او پان ترکزم په منځ کې د افغانستان د نجات ایتلاف


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • طایرځلاند
  • 1229

 د نوې لویې لوبې یو اړخ دا هم دی چې لوبغاړي یې د دوه ځواکمنو اړخونو پر ځای پاشلي پوره او نیمه سیمیز ځواکونو ستراتيژيکې هیلې او ارمانونه هم د تحقق له پاره د خپلو شتو امکاناتو په کارولو سره ددې لوبې یوه وړه برخه ضرور ده.

پان ایرانزم او پان ترکزم په دې سیمه کې دوه هغه هیوادنۍ ستراتيژيکې هیلې او ارمانونه دي چې په زیاتو شمیر مواردو کې یې خپله برخه ډکه کړې ده.
پان ایرانزم د ایران ستراتیژيک ارمان او سیمیزې ځواکمنۍ هغه خوب دی چې افغانستان یې هم یوه پله ده، بل لورې پان ترکزم د ترکیې له خپلو ارمانونو هغه جوړه عجوبه ده چې دخپل بهرني سیاست یوه پراخه برخه یې د تحقق له پاره وقف کړې ده.
د پان ترکزم او پان ارانېزم تر منځ د وجوهو کثیرالاشتراکیت د دې پر ځای چې هم غاړه شي د تعبیرونو د تضاد په ډګر بدلیږي او همدا ده چې له امله یې د منافعو تضاد رامنځته کيږي او له کبله یې ترکیه او ایران په زیاتو اوږدمهاله ستراتيژيکي کړنو کې د یو بل په خلاف یا فاصله پاتې کيږي.
دغه باریک تضاد په سوریه کې د جګړې په ډګر کې هم د درک وړ دی او تازه د قطر او سعودي عربستان ترمنځ د رامنځ ته شوي کړکيچ پر مهال ترکیې ته د جواد ظریف سفر یې هم پټ اړخونه راته را څرګندوي.
د پان ترکزم د ارماني خوب او د پان ارانېزم د ارماني خوب له پاره ټاکل شوي اړخونه او اجزا په فوق العاده ډول ددې دواړو هیوادونو په بهرني او کورني سیاست د اغیز کولو سبب ګرځيدلي دي تر دې چې بهرنيو هیوادونو سره د اړیکو یوه عمده برخه د همدې ارماني خوب څخه جوړيږي.
را ګرځم د استاد عطا، دوستم او محقق تازه ایتلاف ته چې هوکړه یې په ترکیه کې پر سر وشوه.
په دغه ایتلاف کې را یو ځای شوي لوبغاړي په هیڅ شکل نه شو کولی چې د پان ترکزم او پان ایرانېزم د ارماني ستراتيژيکو خوبونو له اغیز د باندې و شمیرو.
په تېر کې د لوبغاړو کړنې او عاطفي تمایل د دغه دوه اړخونو په لور نه یواځې دا چې جوت بلکې په کراتو کراتو ددې اړخونو ترمنځ د پټ شدید تشنج برخه هم ګرځېدلې ده.
په شمال کې د جمعیت او جنبش ترمنځ جګړې او تاوتریخوالی په حقیقت کې د پان ترکزم او پان ایرانزم د ارماني خوبونو پس لړزې دي چې وخت په وخت موندل کيږي.
په شمالي ولایتونو کې که د عطا او محقق پله درنه وي د پان ایرانېزم ارمانجن دخپلو خوبونو د تعبیر په ریښتیاوالې له خوشالۍ لستوڼي باسي خو که په شمالي ولایتونو کې جنرال دوستم بریا خپلوي او دخپل پراخه نفوذ د خوندیتوب په برخه کې یو نوی خو لوړ سیاسي پرمختګ کوي نو دا د پان ترکزم ارمانجنو له پاره د خپلو خوبونو معراج وي.
په تېرو ټاکنو کې لوړې چوکۍ ته د دوستم رسیدل د جمعیت له پاره د زغم وړ نه وو، حتی ډيرو هوښیارو او لوستو جمعیتیانو راسره خبرو کې د ولسمشر دا کار غندلی چې د افغانستان د سیاسي جوړښت د ماتېدو سبب شو. د دوی په نزد تر پښتون وروسته باید دویمه چوکۍ له دوی سره وي، لومړي معاونیت د جنرال دوستم په راتګ ته د دوی دا ځایګی له لاسه وتلی و.
د ایشچي په قضیه کې د ښاغلي استاد عطا پټه او ښکاره لاس وهنه او دې اور ته پوکي ورکول اصلا د احمد ایشچي سره همدردي نه بلکې د دوستم د ځایګي له ننګونو سره مخ کول وو. حتی قوي قراین شته چې تایید شوي نه دي خو د استاد عطا پورې اړوند کابلی رسنیز ګروپ د دوستم او ایشچي ترمنځ رامنځته شوې شخړې ته لمن وهله.
داسې ویل کيږي چې ګوندې دغه رسنیز ګروپ د کابل په ځينو معتبرو او ځینو غیرو معتبرو رسنيو کې ځای پر ځای دی او د امتیازیاتو په ترلاسه کولو سره په منسجمه توګه خپله کاري برنامه مخ ته وړي.
د استاد عطا پورې تړلي له معتبرو فرهنګي اشخاصو مې اوریدلي چې د دوی له پاره د جنرال دوستم لومړی معاونیت د ملا عمر تر واکمنۍ بدتر دی.
د پان ترکزم او پان ایرانزم رقابتي ارماني خوبونه په نظر کې نیولو سره د دغه دوه بهیرونو پلویانو ترمنځ ایتلاف واقعا د فکر وړ دی.
په ډيموکراتیکو ټولنو کې ایتلاف د سیاسي استحکام له پاره نه یواځې دا چې ښه کار دی بلکې ګټور کار دی. خو کله چې د ایتلاف کوونکو ترمنځ ایډيالوژيک او ستراتيژيک درځ موجود وي نه یواځې دا چې هغه ایتلاف ډير دوام نه شي کولی بلکې د سیاسي بهیرونو د ضعف سبب هم ګرځي.
د پان ترکزم او پان ایرانیزم د ارماني خوبونو ترمنځ د سټراټيجیک اختلاف به د دې سبب شي چې د باتور دوستم په کوژده کې شوې سیاسي نکاح ډيره ژر فاسده شي.