د اقتصادي پرمختګ لپاره ډېرو هلو ځلو ته اړتیا ده


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • حميد الله فيضي
  • 1171

 د ملي یووالي دولت له جوړښت سره سم په هېواد کې د ځینې اقتصادي لویو پروژو چارو دوام پيدا کړ، ځینې بشپړې شوې او د ځینو نویو پروژو پلانونه جوړ او چمتو شوې چې ښې بیلګې یې د کاسا، ټاپي، سلما بند، د اقتصادي دهلېزونو پرانیسته، چابهار بندر، برېښنايي نورو بندونو جوړېدا او همدا ډول له سیمې او ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګرۍ د پرمختګ په موخه د بېلابېلو تړونونو لاسلیک ته ګوته نیولای شو.

دولت په تېرو کلونو کې پر دې بریالی شو چې د حکومت عاید کال په کال لس لس سلنه زیات کړي، خو بیا هم دغه زیاتیدونکی عاید د عادي او پراختیایې بوديجې له ۶۳ سلنې څخه زیاته برخه نه‌شي تمویلولای او پاتې برخه یې د نړیوالو د مرستو په وسیله پوره کېږي.

نوي حکومت په دې وروستیو کې پر مخابراتو لس سلنه نوې مالیه هم ولګوله چې د حکومت عاید یي نور هم زیات کړ. نړیوالو بسپنه ورکوونکيو پخوا هم دا ډول وړاندیزونه کول چې افغان دولت باید خپل کورنی عاید زیات کړي، دولت هم د نړیوالو له غوښتنو سره سم او د عادي او انکشافي بودیجې د بشپړېدا په موخه د عوایدو د زیاتوالي لپاره بېلابېل پروګرامونه جوړ کړي چې پایلې يې ښې دي.
دولت څو میاشتې وړاندې په کابل کې پر هټیوالو مالیه زیاته کړه، خو هټیوالو ډېر د دغې پرېکړې پر خلاف لاریونونه وکړل او خپلې هټۍ یې وتړلې دولت له دې تجربې وروسته د مخابراتي شبکو له لارې د مالیې لګولو یوه داسې تګلاره غوره کړه چې خلک هم و نه پاروي او د دولت عاید هم لوړ کړي.

د ۱۳۹۴د لومړۍ ربعې د ارقامو له مخې د افغانستان صادرات کابو ۶۱ سلنه زیات شول همدا ډول واردات بیا کم شول، خو د دې لوی لامل په نړیوال مارکېټ کې د افغانستان د بوټو د نرخ لوړېدل وو او دا پيداوار په هېواد کې زیات شوي وو چې کال په کال د صادراتو لړۍ هم لوړېږي او هم بېلابېلو هېوادونو ته غځېږي.
اوس د دولتي چارواکيو د ژمنو د پوره کېدو لپاره د افغانستان ولسمشر جلالتماب محمد اشرف غني له اړوندو اقتصادي ادارو څخه غوښتنه کړې چې د افغانستان د صادراتو د زیاتېدا، د سوداګرۍ د پرمختګ، د اقتصاد د لوړېدا او د وارداتو د کمېدا په پار باید طرحې او پالیسۍ جوړې او د پلي کېدو لپاره یې دولتي اړوندو ارګانونو ته وړاندې کړي.

افغان دولت چارواکيو هغه ژمنې چې د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال له خلکو سره کړې دي، ورځ تر بلې د عمل جامې اغوندي. که څه هم لږ څه ناامنۍ کچه لوړه شوه، خو د دوو کلونو په تېرېدو سره افغانستان د اوبو د بندونو مالک شو، په پاکستان د وارداتو اړتیا کمه شوه، د سیمې او ګاونډیو نورو هېوادونو سره د افغانستان اقتصادي اړیکې پراخې شوې او ان ځینې اړین توکي چې یوازې له پاکستان څخه واردېدل، اوس د منځنۍ اسیا د هېوادونو تر څنګ له هندوستانه هم واردېږي او دغه راز صادرات هم دغو هېوادونو ته ډېر شول.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني له سوداګرۍ وزارت او نورو اړوندو ادارو او بنسټونو غوښتي چې د مېوو او سبزیو د صادراتو لپاره طرحې جوړې کړي. دولتي چارواکي څرګندوي چې د قزاقستان او روسیې مارکېټونه د افغانستان د سبزیو او مېوو د خرڅلاو لپاره پرانيستي دي. ازبکستان له افغانستان سره د تعرفو په کمولو کې مرسته کوي او په خپلو پولو کې د مېوو او سبزیو د بسته‌‌بندي لپاره ځينې سیمې د دغه هېواد په واک کې ورکوي. سوداګري او ټرانزيټ د افغانستان لپاره ځانګړی اهمیت لري او باید په دې برخه کې مهم ګامونه پورته شي.

د کندهار د سوداګرۍ خونې د چارواکيو د مالوماتو له مخې د ۱۳۹۶ هجري لمریز کال په ترڅ کې له کندهاره تر۲۰ زره ټنه ډېر انګور بهر ته صادر شوي دي. د کندهار د انګورو د حاصلاتو کچه له ۵۰ زره ټنو څخه ډېره ده چې ۲۰ زره ټنه یې بهر ته صادر شوي دي او د پاتې ۳۰ زره ټنه انګورو یوه اندازه په کور دننه ولایتونو ته صادر شوي او یوه اندازه یې د وچې مېوې په توګه په ممیزو بدل شوي دي.
د مېوو د صادراتو په برخه کې یو بل پرمختګ د افغانستان ـ هند تر منځ د هوايي دهلېزونو پرانیستل دي چې په دې سره د افغانستان د صادراتو کچه لوړه شوې او افغان بزګر هم د افغان دولت له دې کاره خوښ برېښي، وايي چې افغاني محصولات اوس د هند په ډېری ښارونو کې پېر و پلور ته وړاندې کېږي.

د یادونې وړ ده چې دا یوازې هند نه دی چې افغانستان هم د ځمکې له لارې او هم د هوا له لارې له دې هېوادونو سره راکړې ورکړې لري، په ګاونډیو هېوادونو سربېره افغانستان له منځۍ اسیا او ځینو نورو هېوادونو سره هم د سوداګریزو راکړو ورکړو تړونونه لاسلیک کړل چې په دې سره افغان سوداګر اوس د نړۍ له ډېری هېوادونو صادرات او واردات لري.
اوس مهال د تازه مېوې، کمیابه کرنیز محصولات او لاسي صنایعو نږدې ټول صادرات د ځمکې له لارې پاکستان ته کېږي چې ډېره ګټه یې د دغه هېواد سوداګر وړي، ځکه هغوی د افغانستان مېوې، غالۍ او نور بوټي په خپل نوم نورو بهرنیو هېوادونو ته صادروي چې وروسته له دې به دا کار ډېر ستونزمن وي. اوس مهال افغانستان خپلې تازه او وچې مېوې د ځمکې او هوا له لارې په هندوستان سربېره د منځنۍ اسیا هېوادونو ته صادروي چې د بزګرانو پر ژوند یې هم مثبت غېز شیندلی دی.

افغان دولت ته په کار ده چې واقعاً د افغانستان د کرنیزو محصولاتو او همدا راز د افغانستان د کاني کمیابه توکيو لپاره په نړۍ کې بازارموندنه وکړي او داسې طرحې او پالیسۍ وړاندې کړي چې د افغانستان محصولات، لکه څنګه چې يې په نړۍ کې خپل ځای ځای‌ګی موندلی د نړۍ اړتیا ورته ډېره او دا محصولات په ټوله نړۍ کې په ښه بیه وپلورل شي.

سرخط ورځپاڼه