- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- زبیح الله احساس
- 1523
مزارشریف:
نن مو د تاريخ هغه پاڼه واړوله، چې وايي:
له امو تر اباسينه
يوه خاوره يوه وينه
نن مو تر خپله وسه د تپل شوې ډیورنډ پر دې خوا د پښتون-افغان په ننګه د هغه دښمن پر وړاندې غږ پورته کړ، چې کلونه وړاندې يې د ځينو تالي څټو په ملتيا د دې خاورې يو اتل بچی د همدې خاورې په يو څلورلارې کې شهيد شوی ځړولی و او يو ځل بيا کوشش کوي، چې له کرښې اخوا د محکوم وطن له وزيرستانه د يو بل بچي هغه شور غلی کړي، چې د ټول افغان ولس د ويښتابه نوې لارې جوړوي.
نن مو د امو پر څنډه ځکه د اباسين د ننګې خبره وکړه، چې همدا دواړه زموږ د لوی وطن دوه څنډې دي، که پر يوه يې موږ ژوند ته نه پرېښودل کېږو؛ نو له بلې به يې ضرور د ژوندي پاتې کېدو کوشش کوو.
پر محکوم وطن حاکم رياست هڅه کوي، چې د مرګوني ګواښونو له لارې د پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM)د حق اواز غلی کړی. دوی وېرې پسې اخيستي او هڅه کوي، چې د ظلم وروستي چالونه وکاروي؛ خو موږ ډاډه يوو، چې دغه شور به د افغان ولس په سراسري ويښتابه پای مومي.
د افغان ځوان فکري سازمان په بلنه د امو پر څنډه د اباسين په ننګه نننۍ راټولېدنه کې د بلخ د همفکره ملګرو تر څنګ د بېلا بېلو مدني حرکتونو استازو برخه لرله.
ددغه سازمان مشر نقيب الله مایار د "لر او بر يو افغان" شعار ورکولو تر څنګ له ډیورنډ هاغاړې پښتون-افغان په ننګه غږ پورته کول د هر افغان مسوولیت وګڼه.
په نننۍ احتجاجي راټولېدنه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د ملاتړ غږ پورته کېدو تر څنګ له ملګرو ملتونو وغوښتل شول، چې بايد له ډيورنډ هاغاړې د پښتون افغان ولس پر وړاندې روان تاوتريخوالي ته ځير شي او پر وړاندې يې خپل مسووليت ادا کړي.