تلوسه
راشه چې پر لاره باندې ، فرش درته لېمه کړمه
تاته په کتو کتو به دواړه کسي سره کړمه
ته دې د ستم کیڼې کږې راته مغلې کړه
زه به مې هوډونه بیا له سره پښتانه کړمه
ستا د اناري شونډو شراب په مینه شوممه
شوممه اورونه ، چې اورونه پرې ساړه کړمه
ته لکه لمبه زما له سولو نه ښېرازه شوې
زه به لکه شمه ځان د عشق په اور اوبه کړمه
زه ملامت نه یم تلوسه دې د لیدو لرم
داسې چې په بیړه بیړه ستا پر لور درتله کړمه
ځان راځنې ورک شي ستا د سترګو په هندارو کې
ټول شمه هنداره ، چې هندارو ته کاته کړمه
خوبه لېونیه بیا په کوم شوګیر کې پاتې شوې
راشه چې د سترګو په زانګو کې دې ویده کړمه
شنه وږمه
هغه ورځ چې ستا په مینه کې آباد شوم
د خپل ځان له بنده ووتم آزاد شوم
ته لیلا شوې ما وطن په ډاګ کې وکړ
ته جذبه د بېستون شوې زه فرهاد شوم
ته چې شور شوې زه خاموشه زمزمه شوم
ته چې غلې شوې ، زه چیغه شوم فریاد شوم
خپلو پښونه مې د عقل زنځیر مات کړ
شنه وږمه د سرو ګلونو د هېواد شوم
د دونیا له سترګو خاوره ستا د پښو وم
ستا په سترګو کې بڅرکی د ایجاد شوم
زه له خپله ځانه تش شوم تانه ډک شوم
ستا له عشقه هم مرید شوم هم مراد شوم