متحده عربي اماراتو له پاکستانه راستانه شویو افغان کډوالو سره د ۲۰ زره خېمو مرسته کړې ده.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال محمد ارسلا خروټي ویلي، ټاکل شوې چې له دغو خېمو ۱۰ زره تورخم او ۱۰ زره سپین بولدک کې پر راستانه شویو افغان کډوالو ووېشل شي.
خروټي زیاته کړې، له پاکستانه راستانه شویو افغان کډوالو ته د سرپناه برابرولو لپاره سلګونه زره نورو خېمو ته هم اړتیا ده.
د هغه په خبره، له کډوالو سره اوسنۍ مرستې بسنه نه کوي او نړیوالو باید د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرستې پراخې کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې له پاکستانه تازه راستانه شوي افغان کډوال له سرپناه او نورو ستونزو شکایت کوي.