د ننګرهار په سپین غر ولسوالۍ کې د یوې مرمۍ چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي او یو بل سخت ټپي دی.
د باختر خبري آژانس د خبر له مخې، درې واړه ماشومان د یوې کورنۍ غړې وو او عمرونه یې له لسو کالونو ټیټ وو.
سرچینې ویلي، دې ماشومانو له یوې ناچاودې مرمۍ سره لوبې کولې، چې پرې وچاودېده.
افغانستان د نړۍ په کچه هغه هېواد دی چې د چاودنې ډېر توکي په کې خواره واره دي او هره میاشت لسګونه ولسي وګړو ته مرګژوبله اړوي.