مصور خپرندوی بنسټ چې تر ډېره حده د ماشوم ادب د ودې په برخه كې كار كوي وایي چې د هغو ليكوالو د روزلو لپاره چې د ماشوم ادب په برخه كې له كار كولو سره لیوالتیا لري، د يوې ځانګړې خپرونې د پيلولو پروګرام لري.
د مصور خپرندوی بنسټ رئیس علم ګل سحر ازادي راډيو ته وويل چې دغه مجله به درې مياشتينۍ وي او په هغې كې به ځوانو ليكوالو ته د ماشوم ادب په اړه معلومات خپرېږي.
ياده دې وي چې دې خپرندوی بنسټ تر اوسه پورې د ماشومانو لپاره شاوخوا شل عنوانه كتابونه خپارۀ كړي دي.
د ادبياتو د ماهرانو په نظر په افغانستان كې د ماشوم ادب لپاره نه حكومت او نه ليكوالو او غير دولتي كلتوري موسسو لازمه توجه كړې ده خو په دې منځ كې مصور خپرندوی بنسټ يوه داسې موسسه ده چې د افغان ماشومانو د ذهني او ذوقي ودې لپاره كار ته يې مټې رانغښتې دي.