سمسور نیوز (۱۲تله۱۴۰۱) د کندهار د ډنډ ولسوالۍ په کارېزک سیمه کې یوه پلار خپل درې زامن حلال کړي.
ځایي سرچینې وایي، دغه کس له پېښې وروسته خپل حلال کړي اولادونه په پټه د شپې په یوه هديره کي ښخ کړي دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، حلال شوي کسان د ۱۳، ۱۵ او ۱۶ کلونو تر منځ عمرونه لري.
تورن قاتل د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی او په لومړنيو څېړنو کې یې پر خپل جرم اعتراف کړی دی.
ویل کېږي، دغه کس په رواني ناروغۍ اخته دی.
په دې وروستیو کې د کورني تاوتریخوالي، خراب اقتصادي وضعیت او ځینو نورو ستونزو له امله ورته پېښې زیاتې شوې دي.