د چین حکومت له افغانستان سره د ۳۱ میلیونه امریکایي ډالرو د بېړنۍ مرستې ژمنه کړې ده.
د چین حکومت پرون په کابل کې د ط.البانو لهخوا د یوه نوي مؤقت حکومت جوړېدو او په افغانستان کې د وروستیو درېیو اوونیو ګډوډیو پایته رسېدو هر کلی کړی او د ۳۱ میلیونه امریکایي ډالرو د بېړنۍ مرستې ژمنه یې کړې، چې طبي او خوراکي توکي پهکې شامل دي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې د امریکا پلان شوي او ګړندي وتلو باندې نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې د ط.البانو لهلوري د نوې کابینې جوړېدل به د ثبات په راوستلو کې ډېره مرسته وکړي.
په همدې حال کې قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پرون د چین په یوه ټلویزیوني پروګرام کې د خبرو پرمهال ویلي، افغانستان هیله من دی چې له چین سره همکاري وکړي او د هغه هېواد او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د اتصال په یوې نقطه بدل شي.