كه په يوه كور كې هيڅ كتاب نه وي او په بل كې پنځه سوه عنوانه كتابونه وي، د كتاب لرونكي كور زده كوونكى ممكن تر هغه بل درې كاله ډېر سبق ووايي.
دغه خبره د ماشوم په راتلونکي ژوند باندې د کتاب د اغېزې په باره کې د یوې څېړنې په وخت معلومه شوې ده. په نيوادا پوهنتون كې ټولنپوهه ماريا ايوانز چې په دې تحقيق كې يې برخه لرله، وايي چې : حتى په كور كې بېخي لږ كتابونه له ماشومانو سره مرسته كوي چې په اينده كې لوړو زده كړو ته وهڅېږي. مثلا په كور كې يوازې شل ټوكه كتابونه هم ډېره ګټه لري. مېرمن ماريا ايوانز وايي چې : په كور كې چې هر څومره كتابونه ډېر وي هغومره يې اولاد ته ګټه زياته ده او د اولاد د لوړو زده كړو امكان ورسره زياتېږي.
لیکوال او شاعر اکبر بري، چې له تېرو څو دېرش کلونو په جرمني کې اوسي، یوه ورځ راته ویل چې په جرمني کې به داسې کور ډېر لږ پیدا کړئ چې کتابتون پکې نه وي او په افغانستان کې به برعکس، داسې کور ډېر لږ ومومئ چې کتابتون ولري.
خیر دی که میندې او پلرونه نالوستي وي یا یې له مطالعې سره دلچسپي نه وي خو د اولاد په خاطر دې د خپل وس په اندازه خامخا یو څه کتابونه رانیسي او په کور کې دې یوه کوټه، یوه المارۍ یا یو کونج کتابونو ته ورکړي. په هغه کور کې چې کتابونه وي، ماشوم داسې ګڼي چې کتاب د ژوند یو ضروري جز دی او په هغه کور کې چې کتابونه نه وي، ماشوم داسې احساسوي چې په ښوونځي کې یې له مجبوریته لولي، کنه نو دغه شی په ژوند کې چندان نه پکارېږي.
په کورنیو کې د کتاب نشتوالی د دې سبب شوی دی چې زموږ اکثره تعلیم یافته کسان د لوړو زده کړو له بشپړولو وروسته له علم او کتاب او مطالعې سره رابطه شلوي او وزګاره وخت په ټوکو، په مېلمستیاوو، په مېلو، په لوبو او لنډه دا چې له کتاب او تفکره پرته په نورو چارو تېروي او که څوک له یو داسې چا غوښتنه وکړي چې ته خو ښه عالم یې، یو څه ولیکه او څېړنه وکړه، نو دی شاید ورته ووایي: ولا هیڅ وخت نشته؛ رشتیا بله جمعه په پغمان کې مېله کوو، ته راسره ځې؟