جوزیب بوریل: د اوکراین جګړه به په راتلونکو څو میاشتو کې پای ته ورسیږي

جوزیب بوریل: د اوکراین جګړه به په راتلونکو څو میاشتو کې پای ته ورسیږي


  • 5 مياشتي دمخه (15/03/2024)
  • سمسور نیوز
  • 269

د اروپايي ټولنۍ د بهرنۍ پالیسي مشر جوزیب بوریل له متحدینو غوښتي، چې اوکراین سره مرستې چټکې کړي.

نوموړي واشنګټن ته په خپل سفر کې خبرداری ورکړی، چې ښايي د اوکراین جګړه په راتلونکو څو میاشو کې ختمه شي.

هغه ویلي، راتلونکې څو میاشتې به برخلیک ټاکوونکې وې؛ خو که هرڅه کېږي، نو په چټکه توګه دې وشي.

جوزیب بوریل تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته هم په خبرو کې ویلي وو، چې امریکا ته به یې په سفر کې ټول ټینګار له اوکراین سره په مرستو وي.

دی په داسې حال کې یادې څرګندونې کوي، چې تر دې وړاندې پوتین په رواه جګړه کې د اټومي جګړې ګواښ هم کړی.

هغه ویلي، که امریکا د اوکراین په جګړه کې د روسې پر وړاندې له پوځي مداخلې کار واخلي؛ نو چمتو دي چې اټومي جګړه پیل کړي.