د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا ویلي چې لاهم په هرات کې تر خاورو لاندې شویو خلکو د ژغورنې عملیات روان دي.
یادې ادارې ویلي، په دې عملیاتو کې بېلابېلو ادارو برخه اخیستې ده.
دا عملیات په داسې حال کې کېږي چې لاهم ګڼ شمېر خلک د خاورو لاندې دي.
د وروستیو معلوماتو له مخې، هلته شاوخوا دوه نیم زره کسان وژل شوي؛ خو د زلزلې پر درېیمه ورځ د وروستیو شمېرو معلومات نه دي په ډاګه شوي.
دا په داسې حال کې ده چې نن د رییس الوزرا د اقتصادي مرستیال په مشري یو پلاوی هم دغه ولایت ته ورسېد.