حنفي: تېرو شلو کلونو کې د دولت عواید شخصي جيبونو ته تلل

حنفي: تېرو شلو کلونو کې د دولت عواید شخصي جيبونو ته تلل


  • 3 کاله دمخه (15/01/2022)
  • سمسور نیوز
  • 948

سمسور (جمعه د مرغومي۲۵) د طالبانو د حکومت ریاست‌الوزرا مرستیال عبداسلام حنفي وایي، په تېرو ۲۰ کلونو کې د افغانستان عواید د خلکو شخصي جیبونو ته تلل.

نوموړي نن د مالیاتو اوونۍ پرانستغونډه کې چې په کابل کې ترسره شوه وویل، چې د پخواني حکومت مسوولینو خپل شخصي ګټې پاللې او عواید هم شخصي جیبونو ته تلل. 

ښاغلي حنفي ټینګار کړی چې له دې وروسته به دغه عواید په شفاف ډول راټول او د دولت خزانې ته انتقال شي. 

هغه دغه راز ویلي، چې د دوی حکومت خلکو ته مسوول او ځواب ویوونکی دی او هڅې دا دي چې د عوایدو ټولولو پروسه په ښه ډول پرمخ ولاړه شي.

په یاده غونډه کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد هم له خلکو غوښتي، چې خپلې مالیې ورکړي. 

د هغه په خبره، مالیه د یو هېواد له پاره د ستون فقرات حیثیت لري، اولسونه باید د مالیې په ورکړه کې ډېره هڅه وکړي.