ټرمپ یو خود خوا انسان دی او د خپلې خوښې خلاف هيڅ نه مني.
د امریکا ددفاع وزارت څخه ګوښه شوي وزیر مارک ایسپیر ویلي، دخپلې دندې په لړ کې یې دټرمپ د بې ځایه غوښتنو سره سخته مبارزه کړې وه او هڅه یې کړې چې د ټرمپ د بې ځایه غوښتنو خلاف ودریږي. هغه له میلټري ټایمز ورځپانې سره په مرکه کې ویلي، چې ټرمپ یو خود خوا انسان دی او تل خپله خوښه کوي ایسپیر اندیښنه څرګنده کړې، چې که چېرې د امریکا نوی دفاع وزیر کریستوفر د ټرمپ خبرې ومني نو امریکا به د یو بېساري بحران پر لور ولاړه شي.