د افغانستان کرکټ بورډ اداره وايي: د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه 40 ښځینه لوبغاړو تمریناتي کېمپ کې برخه اخېستې وه، چې 25 ترې انتخاب شوي او ډېر ژر به قراردادونه ورکړل شي''
کرکټ بورډ زیاتوي: '' ښځینه لوبغاړو ته به ډېر ژر په یو اسلامي هېواد کې د ښځینه روزونکو له خوا یو تمریناتي کېمپ هم جوړ کړو.''
کرکټ بورډ همدا راز وايي: د ښځینه لوبډلې تر جوړېدو وروسته به د کرکټ نړیواله شورا افغان لوبډلې ته د ورته کچې له لوبډلو سره سیالۍ او لوبلړۍ هم پېلوي''
دغه تمریناتي کېمپ د کابل ملي لوبغالي کې د تېرې اکتوبر میاشتې په 17 مه نېټه پېل شوی و، چې نن پای ته ورسېده.
***