مخدوم رهين ملامت نه دى ، فضليار ملامت دى


  • 7 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • لونګ
  • 195

لونګ - د ننګرهار د اطلاعات او فرهنګ رياست کارمند

څو مياشتې وړاندې، کله چې رهين د اطلاعات او فرهنګ د وزير په توګه وټاکل شو نو په کابل کې يې د رسنيو د سراسري کنفرانس د جوړولو اعلان وکړ چې د رسنيو په ستونزو به غږيږي او د حل لارې چارې به يې لټوي.
بلاخره دغه کنفرانس اعلان شو او بلنليکونه يې ولېږل شول.
پرون مې په ټول افغان او روهي سايټونو کې د اتل زلمي په نامه د يو چا ليکنه ولوسته چې سرليک و (رهين يوملي شخصيت ¡)
په دې ليکنه کې د هر کله په څېر له رهين نه سر ټکول شوى و ، په همدې کنفرانس کې يې له پښتو او پښتون مېشتو ولايتونو سره د هغه د عداوت بېلګې په کې راوړې وې.
د ليکنې په يوه برخه کې داسې راغلي و: ((.......په دې سيمنار كې يې دهيواد له ګوټ، ګوټ څخه په ټوليزه توګه ۱۴۵ تنه راغوښتي او ښه خبره يې داده چې د ولايتونو ترمنځ يې هيڅ توپير نه دى كړى، قسم يې خوړلى ماته پښتون، تاجك، اوزبك او نور شيان ټول د يوه باغ د مليو په څېر دي او له ټولو ولايتونو څخه يې د برابرې كچې د را واردولو لست برابر كړى، چې تاسو به توپير په كې هيڅ ونه وينئ، له هرات ولايت څخه چې ۱۵ ولسوالۍ لري ۱۵ كسان خو ننګرهار چې ۱۹ولسوالۍ لرې د دې لپاره چې له كاره ونه وځي ۷ كسان يې ورڅخه راغوښتي، پنجشير چې نوى زېږېدلى او ۷ ولسوالۍ لري ۲ كسان يې ورڅخه راغوښتي خو د دې لپاره چې څوك ورته متعصب ونه وايي له كونړ څخه چې ۱۴ ولسوالۍ لري هم دوه كسانو ته يې د تبرك لپاره بلنه وركړې، ..........))
خو زه وايم چې په دې او دې ته ورته نورو موضوع ګانو کې رهين بېچاره هيڅ ملامته نه دى ، زمونږ ليکوال ورونه هسې د هغه پسې لګيدلي په داسې حال کې چې پړه ټوله په مونږ پښتنو کې ده او هغه بيخي بې ګناه دى.
زه تاسو ته ډېرې بېلګې راوړل نه غواړم خو د خپلې خبرې د اثبات لپاره همدغه سيمينار او همدغه تورونه چې د سيمينار په اړه د روهي په ليکنه کې راغلي وو ، د خپلې خبرې د اثبات لپاره را اخلم.
زه وايم دا چې د پښتنو ولايتونو ته لږ سهم ورکړل شوى او دري ژبو ته ډېر ، په دې کې رهين هيڅ ګرم نه دى بلکې دا د پښتنو خپله ګناه ده.
ستاسو به په ياد وي ، څو مياشتې وړاندې کله چې رهين د اطلاعات او فرهنګ وزارت ته نوماند شو او ولسي جرګې ته د رايې اخيستنې لپاره معرفي شو، نو د هېواد په ډېرو پښتون مېشتو ولايتونو کې د هغه د ملي ضد څېرې او هېواد ضد کړنو په اړه لاريونونه وشول ، غونډې وشوې او با احساسه پښتنو ليکوالو د هغه د غندنې په اړه خپل قلمونه چټک کړل.
خو ننګرهار چې د پښتنو سترګې وراوړي او  پښتانه همېشه تر ټولو ستر حساب پرې کوي ، داسې نه و.
دلته مشهورو ليکوالو، چې ځانونه د پښتو او پښتنو نماينده ګان بولي ، د رهين په ملاتړ کې غونډې وکړې ، د ولسي جرګې نه يې وغوښتل چې رهين ته د باور رايه ورکړي .
دوى دا کار د ګل اغا شېرزي په امر وکړ ، د هغه له پراخه امکاناتو  په ګټه اخيستنه د هغه د دربار چاپړوسو ليکوالو او شاعرانو ربړي څپلۍ پر پښو کړې او په ولسي جرګه کې د ننګرهار د استازو کورونو ته ورغلل او هڅه يې کوله چې رهين ته په رايه ورکولو يې قانع کړي.
په خپله ګل اغا شېرزي د رهين نه کلک ملاتړ وکړ ، خپلو ملګرو وکيلانو ته يې پيسې ورکړې او رهين ته يې د رايې په ورکولو قانع کړل
دا ولې؟
دا د پردې تر شا يوه ډرامه وه چې دوه موخې يې لرلې:
يوه د ګل اغا شېرزي موخه او بله د ننګرهار د ځينو ليکوالو او شاعرانو موخه
د ننګرهار ځيني ليکوال او شاعران په دې ګومان اخته ول چې که رهين مات شي ، ښايي اسماعيل يون د کلتور وزارت ته معرفي شي ، ځکه يې نو پوره هڅه دا وه چې رهين بريالى شي او د دوى رقيب ياد وزرات ته ونه رسيږي
همدارنګه ګل اغا شيرزي  رهين ته دا شرط وړاندې کړى و چې که وزير شي نو له ننګرهاره خپرېدونکې نړۍ اونيزه به ورته بندوي، په داسې حال کې چې شېرزي  او دده ادارې د نړۍ اونيزې د بندولو لپاره ډېرې ناکامې هڅې کړې وې ، خبره يې تر څارنوالۍ ، محکمې او په کابل کې د رسنيو د سرغړاوي تر کمېسيونه رسولې وه خو کومه ګټه يې نه وه کړې.
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ د ريئس په مشرۍ يو پلاوى کابل ته لاړ او له رهين سره يې وکتل چې هغه هم د شرطونو په وړاندې کولو ورسره ومنله، په شرطونو کې يو د همدې غونډې جوړول وو چې له رهينه به ملاتړ کوي او داسې نور هم.
کله چې رهين بريالى شو نو څه وخت وروسته ګل اغا شېرزي د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور د ريس په مخکې ورته  ټليفون وکړ او خپله ژمنه يې ورياده کړه خو رهين بيا په پخوانۍ هوا کې نه و.
هغه ګل اغا شېرزي ته قناعت ورکړ چې په هېواد کې د اطلاعاتو او کلتور له وزرات نه پرته ، د ژورنالستانو د دفاع ډېرې ټولنې شته ، که زه داسې کومه هڅه وکړم، نو  نه يواځې دا چې کومه ګټه به ونه کړي بلکې زما او ستا دواړو لپاره ډېر لوى شرم او زيان جوړېداى شي او له بله بلوه دغه موضوع په يو شمېر رسنيو او په تېره بيا يو شمېر وېبپاڼو کې خپره شوې هم ده.
ګل اغا شېرزى او د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ مسئولين د رهين په مشوره په دوهم پلان اخته شول
دا ځل د دوى هڅه دا وه چې د ژورنالستانو د دفاع ټولنې د ځان ملګري کړي، او دا دنده د اطلاعاتو او کلتور د رئس په مشرۍ يو څلور کسيز ګروپ  ته وسپارل شوه  چې په ننګرهار کې د ژورنالستانو د يوې ټولنې مشر هم په کې برخه لرله.
څلور کسيزې ډلې يو پلان شېرزي ته وړاندې کړ چې له مخې يې د هېواد د ژورنالستانو د ټولنې مشران راخپلېدلى شول
د پلان اوله ماده داسې وه:
د نوي کال د مراسمو په لمانځلو کې دې، د هېواد د رسنيو څخه د دفاع فعال او د نړۍ اونيزې کلک ملاتړي رحيم الله سمندر راوغوښتل شي ، هغه ته دې د سرو زرو مډال ورکړل شي او د نورو مادي امکاناتو په ورکړې سره دې، خپل شي.
همداسې وشول ، د نوي کال د لمانځلو په مراسمو کې د نورو دولتي چارواکو ترڅنګ د ژورنالستانو په استازولۍ رحيم الله سمندر ته د سرو زرو مډال په خاصو مراسمو ورډالۍ شو.
پروګرام داسې و چې د شپې د ډوډۍ له خوړلو وروسته به رحيم الله سمندر ته په چل ول سره موضوع ورياديږي او د هغه غبرګون به ويني.
خو رحيم الله سمندر د يوه اصيل افغان ژورنالست په توګه ددې خبرې مخالفت کړى و او د رسنيو څخه دفاع يې خپل ايماني مسئوليت ګڼلى و ، ځکه نو دغه پلان هم شنډ شو.
رحيم الله سمندر د نړۍ د چلوونکو سره د خواخوږۍ په ډول هڅه وکړه چې د نړۍ اونيزې مسئول مدير ښاغلى فضل هادي فضليار وپوهوي ، هماغه و چې فضليار د سمندر په مشوره ننګرهار پرېښود او په کابل کې يې د ژورنالېزم په نړيوال مرکز ( CIJ  ) کې واړول.
دا نو داسې وخت دى چې د نړۍ اونيزې مسئولينو هم يو بل پياوړى ګام پورته کړى او د نړۍ اونيزې ترڅنګ يې د نړيوال ډاټ کام په نامه يوه غني او په زړه پورې وېبپاڼه پرانېستې ده.
دنړيوال وېبپاڼې پرانستل داسې بريالۍ کړنه وه چې د نړۍ اونيزې په وړاندې يې د ګل اغا شېرزي او د هغه د ملګرو ټول پلانونه در په دره کړل
اوس نو د نړۍ اونيزې پرځاى خبره نړيوال ډاټ کام ته واوخته، تر اوږدو خبرو اترو وروسته وپتېيل شوه چې د نړيوال ډاټ کام ډيزاينر دې پيدا شي ، شايد هغه سره کوډونه وي ، هغه دې ونازول شي چې کوډونه پرې بند کړي.
دوهم دا چې د نړيوال ډاټ کام همکاران دې وهڅول شي چې همکاري ورسره بنده کړي.
سره له دې چې دوهم پلان يو څه بريالى و ، حتى د فضليار صيب يو ډېر نږدې ملګرى يې ، چې په نړۍ کې د هغه مرستيال ګڼل کېدو، د برېښنا د څليريشت ساعته لين په ورکولو او يو شمېر نورو امتيازاتو سره ، دې ته قانع کړ چې له نړيوال ډاټ کام سره به همکاري نه کوي.
خبره دومره مخکې لاړه چې نړيوال يواځې فضليار صيب ته ورپاتې شو او د هغه د ډېرو او وفادارو ملګرو په شتون کې هم په نړيوال کې د فضليار له پورته شويو ليکنو پرته د بل همکار پورته شوې ليکنه نه ليدل کېده، خو بيا هم نړيوال په ډېره ښه بڼه مخکې تلو او د مينه والو شمېر يې ورځ تر بلې ډېرېدو.
خبره د رهين په اړه وه چې زما په اند هغه ډېر ملامته نه دى
راځو د رسنيو د سراسري کنفرانس موضوع ته !
د اطلاعات او فرهنګ وزارت لخوا د ننګرهار د اطلاعات او فرهنګ رياست ته احوال راولېږل شو چې دې کنفرانس کې د ګډون لپاره د ننګرهار د ژورنالستانو  لېست راولېږئ، مونږ له ډېر غور او چاڼ وروسته د ٣٥ تنه ژورنالستانو لېست ورولېږه خو د وزارت نه احوال راغى چې دا ډېر زيات دي، بايد کم شي او څه نورمونه يې هم راولېږل چې بايد دلته رالېږل کېدونکي ژورنالستان په دغو معيارونو برابر وي.
دا ځل مونږ معيارونو ته په کتو د ١٤ تنو خبر ورکړ چې وزارت ته د منلو وړ و او د لېست د ورلېږلو غوښتنه يې وکړه.
په دې څوارلس کسيز لېست کې ٧ تنه د غږيزو رسنيو استازي او ٧ تنه په کې د فعالو چاپي رسنيو استازي وو، چې يو له هغوى نه د نړۍ اونيزې مسئول مدير فضل يار صيب و.
د يادونې وړ ده لومړنى لېست چې بيا رد شو ، د اطلاعات او کلتور ريئس صيب برابر کړى و او د فضليار صيب نوم په کې نه و ، دوهم د ١٤ کسانو لېست چې رئيس ته وړاندې شو نو د فضل هادي فضليار د نوم په لېدو اندېښمن شو. ريئس صيب دغه موضوع له والي صيب سره شريکه کړې وه او والي صيب ورته ويلي و چې دا هلک شايد په کنفرانس کې خطرناکې خبرې وکړي نو ځکه يې مه استوئ. د اطلاعات او کلتور رئيس مونږ ته وويل چې بايد فضليار نه وي.  مونږ ورته وويل کچېرې د ننګرهار د چاپي رسنيو په استازولۍ يواځې يو کس غوښتل کيږي نو حق د نړۍ اونيزې دى ، کچېرې مونږ په ٧ تنو کې د نړۍ اونيزې حق تر پښو لاندې کوو ، دا خو به ننګرهاري ولس ته حيرانوونکى وي.
ريئس دغه موضوع له وزارت سره شريکه کړه ، له وزارت څخه رسمي مکتوب راغى چې د چاپي رسنيو ژورنالستان سيمينار ته مه رالېږئ.
نو هماغه و چې ددې مکتوب له امله د ننګرهار د ١٤ تنو لېست ٧ تنو ته راکېووت.
اوس نو تاسې ووائي چې په دې کې ملامته رهين دى که زمونږ خپل پښتانه؟
کله چې سيمينار ته دوه ورځې پاتې شوې او پر سبا يې د اطلاعات او کلتور ريئس کابل ته تلو نو زمونږ يو ملګري ته يې وظيفه ورکړه چې د فضليار عکسونه ورته پيدا کړي . ريئس ورته وويل چې د هغه کتاب پيدا کړه، په کتاب يې عکس شته او هم يې په انټرنيت کې ولټوه ، حتماً به وي.
مونږ حيران و چې ريئس صيب د فضليار په عکسونو څه کوي؟ کله چې د هغه کتاب راوړل شو، نو له کتاب نه يې د هغه عکس سکين کړ ، دوه يې په انټرنيت کې پيدا کړي و ، درېواړه يې ځان سره واخيستل او بيا خبر شوم چې په کابل کې د وزير لخوا د سيمينار امنيتي موظفينو ته ورکړل شوي و او ورته ويلي يې وو چې دا کس بايد سيمينار ته راپرې نښودل شي.
له پورتنۍ ليکنې زه درې موخې لرم ، چې غواړم لوستونکو ته يې ور په زړه کړم او له هغوى څخه يې وپوښتم:
١ - په ختيځو ولايتونو کې د ژورنالېزم او د بيان د ازادۍ حالت وګورئ ، کله چې په ختيځو ولايتونو او په ځانګړي ډول ننګرهار کې دا حال وي ، نو په نور هېواد کې به څه ډول حالت وي؟
٢-  رهين ملامته دى که زمونږ خپل پښتانه؟
٣ - ايا په کابل کې جوړ شوى سيمينار ريښتيا هم د رسنيو د ستونزو د اورېدا او د هغوى د ستونزو د حل په اړه و؟