افغانستان سره د مرستو اساسي شرط اوربند دی.

افغانستان سره د مرستو اساسي شرط اوربند دی.


  • 4 کاله دمخه (18/11/2020)
  • کامران احمدزی
  • 1137

 

 

له افغانستان سره د مرستو لپاره اوربند اساسي شرط دی.

ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې د جینوا کنفرانس دایر شي او افغان حکومت به یو ځل بیا د مرستو وړاندیز کوي، خو اوس مرسته کوونکي هېوادونه وایي په افغانستان کې د مرستو اساسي شرط اوربند دی.په دغه هېوادونو کې داسې ممالک شامل دي چې له افغانستان سره ۸۰ سلنه مالي مرسته کوي. اروپایي ټولنه وایي مرسته کوونکو هېوادونو له افغانستان سره د مرستې لپاره لس شرطونه ایښي چې مهم یې اوربند دی. دغو هېوادونو همداراز د فساد پر وړاندې مبارزه، د سولې خبرې مخ ته وړل، نړیوالو اصولو ته درناوی... د مرستو لپاره مهم شرطونه یاد کړي.