افغان حکومت وایي طالبانو په تیرو شپږو میاشتو کې ۱۲۱۰ تنه ملکي وګړي شهیدان کړي.دکورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وایي طالبانو په دې موده کې ۵۳ ځانمرګي بریدونه کړي او۱۲۵۰ ماینونو ته یې چاودنه ورکړې، د ارین په خبره په دغه بریدونو کې نږدې ۲۵۰۰ ملکي وګړي ژوبل شوي هم دي. طالبانو تر اوسه لا په دې اړه څه نه دي ویلي.
افغان دولت دغه خبرې په داسې حال کې کوي، چې دمګړۍ یې مذاکراتي ټیم په دوحه کې له طالب چارواکو سره د سولې په خبرو بوخت دی