ایران څه باندې ۹۰ زره افغان کډوال بېرته افغانستان ته راشړلي

ایران څه باندې ۹۰ زره افغان کډوال بېرته افغانستان ته راشړلي


  • 1 کال دمخه (25/06/2023)
  • سمسور نیوز
  • 476

د ایران حکومت د روان کال له پیله د دغه هېواد له بېلابېلو سیمو څه باندې ۹۰زره افغان کډوال بېرته افغانستان ته را استولي دي. 

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، له دې ډلې ځینې پولیسو ته تسلیم شوي او ځینې نور بیا د پولیسو له لوري راټول کړل شوي دي.

دوې ورځې وړاندې هرات کې د کډوالۍ ادارې چاروکو ویلي وو چې د اسلام کلا بندر له لارې هره اوونۍ شااوخوا ۱۴زره افغان کډوال هېواد ته را ستنېږي.  

د ایراني رسنیو د معلوماتو پر اساس، په ایران کې دا مهال ۵ میلیونه افغان کډوال مېشت دي، چې له منځه یې یوازې ۵۰۰ زره د اوسېدو قانوني سندونه لري.