روغتیایي بنسټونه د خلکو غوښتنو ته ځواب نشي ویلی

روغتیایي بنسټونه د خلکو غوښتنو ته ځواب نشي ویلی


  • 4 کاله دمخه (07/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1233

افغان حکومت د کرونا د دویمې څپې د کابو کولو لپاره په بهر کې له مېشتو افغان متخصیصینو د مرستې غوښتنه کړې ده.

د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ولسمشر غني تېره ورځ د ویډیو کنفرانس له لارې په اروپا او امریکا کې له افغان طبي متخصیصینو سره د کرونا د دویمې څپې د کنټرول په اړه خبرې کړې دي.

ولسمشر غني ویلي چې د افغانستان صحي بنسټونه دمګړی د افغانانو غوښتنې ته ځواب نه شي ویلی او په دې برخه کې پراخ کار ته اړتیا ده.

هغه ویلي چې اوس هم د افغانستان روغتیايي بنسټونه د کرونا له دویمې څپې سره د مبارزې پوره وړتیا نه لري، خو دوی هڅه کوي د مرستندویه هېوادونو په همکارۍ په دې اداراتو کې ظرفیت لوړ او خلکو ته چوپړتیا ډېره کړي.