کابل کې د ښاري ګڼې ګوڼې د کموالي په موخه ښاري بسونه په کار پیل کوي.

کابل کې د ښاري ګڼې ګوڼې د کموالي په موخه ښاري بسونه په کار پیل کوي.


  • 3 کاله دمخه (03/01/2021)
  • کامران احمدزی
  • 1503

 

 

کابل کې به د ټرانسپورتي ستونزو د حل په موخه د ښاروالۍ بسونه فعالیت پیل کړي.

کابل ښاروالۍ پرخپله رسمي فیسبوک پاڼه ددغه بسونو د فعالیدو خبر ورکړی. که څه هم ددغه بسونو د وخت او مسیر په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي، خو ویل کیږي، دا بسونه به د کابل په مهمو سرکونو فعال شي. کابل ښاروالۍ بیا له ښاریانو څخه د منظم ټرانسپورت د رامنځته کولو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه هم کړې.

کابل ښاروالۍ دغه اقدام په داسې حال کې کوي، چې لاهم به کابل کې د ګڼې ګوڼې له امله هره ورځ، خلک له یوځای څخه بل ته د تللو لپاره ساعتونه انتظار کوي.