د پکتیا ولایت په ډنډپټان ولسوالۍ کې «ډیورنډ فرضي کرښې» ته نږدې ۷۷ میله وسلې نیول شوې دي.
د یاد ولایت له امنیې قومندانۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تېره شپه د پټان ولسوالۍ اړونده سیمه کې د عملیاتو پر مهال قاچاق کېدونکې ۷۷ میله امریکايۍ بریټا تومانچې نیول شوې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې وسلو په تړاو څوک نه دي نیول شوي او نه یې هم دا په ډاګه کړې چې دغه شمېر وسلې د چا له خوا کوم ځای ته وړل کېدې.
څه موده وړاندې هم د ګردېز-پټان پر لویه لاره په میرزکي ولسوالۍ کې ګڼ شمېر وسلې نیول شوې وې، چې پاکستان ته قاچاق کېدلې.