کندهار کې ماین چاودنې یو تن وواژه

کندهار کې ماین چاودنې یو تن وواژه


  • 3 کاله دمخه (14/01/2021)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1291

 

د کندهار ولایت سیمه ییز چارواکي وایي نن سهار د کندهار ښار د ۱۳ حوزې اړوند چوڼۍ سیمه کې د مقناطیسی ماین د چاودنې له امله یو ملکي وګړی وژل شوی.

د کندهار امنیه قوماندانۍ ویاند وايي دغه چاودنه پر یو ټکسي موټر د مقناطیسي ماین د چاودنې له امله رامنځته شوې چې له امله یې موټر چلونکی وژل شوی او بل چا ته زیان نه دی اوښتی.

ددغې چاودنې پړه تر اوسه چا پر غاړه نه ده اخیستې.

د یو بل خبر له مخې جلال اباد ښار کې هم چاودنه شوې خو تلفات نه لري.