- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- عبدالحمید صیاد
- 1086
کلونه وشول چې کله سرسري او کله هم دا خبره بېخچنه کېږي چې په افغانستان کې د اوسني جنګ يوه برخه مافیا پر مخ وړي.
مافیا څوک ده، څوک پکې ښکېل دي؟ دا هغه پوښتنې دي چې تر اوسه پرې چا نه تبصره وکړه او نه هم د دغې شيشکې له مخه چا پرده پورته کړه.
دې پوښتنې ته سم ځواب په کار دی، داسې څوک ورکړي چې سر و کار يې له سیاست سره وي، خو زموږ په اند د دې ځای مافیا يا مافیايي کړۍ همدغه ډله ده چې لسیزې وشوې، د ولس پر ګېډه د خدمت په نامه ناست او ځانونه د هېواد خدمتګاران ګڼي. د انصاف غوښتنه خو دا ده چې هر شی او هر کار خپل حد لري، خو دا ډله په دې نه شرمېږي چې تر پایه پورې ځان په قدرت پورې نښلول، پخپله يو ستر خیانت دی.
دا ډله د خپل واک د انحصار لهپاره په هيڅ هم بنده نه ده. دوی د هر هغه خوځښت یا انسان مخه نیسي چې د دوی واکداري ته زیان رسولای شي. د دغو خنډونو د له منځه وړلو لهپاره دغه جنابان پر هيڅ هم ډيل نه دي، ځکه نو له دسیسو نيولې تر مرګه پورې ټولې چارې سر ته رسوي. د مافیا دا ډله د خپلو هېوادوالو د ځپلو تر څنګ بهرني باداران هم لري، ځکه پرته د هغوی له ملاتړه دوی په يوازې ځان نهشي کولای چې پر خلکو دې چپه مېچنې وګرځوي.
پر يادې ډلې سربېره دلته د مافیا يوه بله کړۍ هم شته. دې کړۍ په ډېر نازک انداز کې ظهور کړی، چې ډېری غړي يې د ژورنالېست، مدني فعال او د مختلفو خوځښتونو په نامه را څرګندېږي او د فرهنګسالاري شعارونه پرې لا له پاسه ورکوي.
که د دغې ډلې کړنو او پر حقایقو باندې سترګو پټولو ته وکتل شي، دا ترې له ورايه ښکاري چې دا مافیا د هغې بلې يوه داسې کړۍ ده چې تر لومړۍ ډېره خطرناکه ده. مثلاً دوی تل پر رښتینولیو غلي شوي، خپل لوی لوی ګوړونه پټوي، خو د بل د وېښته په اندازه کوچنۍ تېروتنه ډېره لویه ښکاروي، چيغې وهي او حتا په ورځو ورځو يې خولې په ځګونو ډکې وي. د دې خبرې د اثبات لهپاره به دا لاندې مثالونه وړاندې کړو؛
تر اوسه پورې د دې ډلې يوه ژورناليسټ کله هم د شمال له سلطانه دا پوښتنه و نه کړه چې ته دا پنځلس کاله په کوم قانون د بلخ پاچا يې؟ په دې برخه کې نه په راډيو، نه ټلوېزيون او نه هم د کومې غونډې په ترڅ کې دا خبره دوی کله کړې ده. د یوه لوی چارواکي د پچو د غلا يو وړوکی خبر يې هم تر پایه خپور نه کړ. په غور کې بېګناه خلک د يوه قوماندان له لوري ووژل شول، خو دوی پرې کومه خپرونه جوړه نه کړه. د کابل په ښار کې هره شپه د داخله وزارت د يوې مالومې ډلې له خوا خلک تښتول کېږي، وژل کېږي او غلاوې کېږي، خو دوی پرې پټه خوله دي.
دا څو ورځې کېږي چې د شمال او جنوب پر خبره خپرونې کېږي، خو يوه ژورناليسټ هم دا و نه ويل چې د دې خبرې سرلاري څوک دي، اصلي فساد په چا کې دی، خو دوی پرې غلي دي، حال دا چې دا خلک د لمر په څېر ټولو ته ښکاره دي، په واز کومي د افغانستان نوم نه مني، له افغان/افغاني کلمې سره حساسیت لري، خو کله هم و نه ویل شول چې د هېواد ورانوونکي خو همدا دي.
دې ميډيا یا رسنییزې مافیا چې پر ټول هېواد يې باداري ده، کله هم له هغو خلکو دا و نه پوښتل چې د بېهویته هډوکيو په شا کول، په کوڅو کې ګرځول او بیا يې په خاورو منډل د څه لهپاره و؟ پر دغو او دې ته ورته سلګونو نورو ملي ضد کارونو دوی د تل په مخه سترګې خړوي او نه هم نور داسې رښتيني ژوناليسټان پيدا شول چې په غونډو او مجلسونو کې ترې پوښتنه وکړي.
رښتیا خبره خو دا ده چې دلته يو غم نه دی، هر چا کيمره پر اوږه کړې وي او ځان ته ژورناليسټ وايي، خو لږ تر لږه په دې نه پوهېږي چې اصلي خبره چېرته ده او پر وړاندې يې څه کول په کار دي!؟
بس همدا خبره ده چې دېوانه زنده خوش است.
ځکه نو د دې خلکو مخه خلاصه ده، څوک يې د پوښتنې نهشته، د بېشرمو ښځو په څېر له کنځلو سره کوکارې هم وهي، خو هيڅوک د موضوع ژورو ته نه ورننوتل او نه هم چا ورته وويل چې ککړانو هره لوبه مو زده ده او د ټولو خیانتونو اصلي مسوولان همدا تاسې یاست. خدای دې په هر افغان کې د حقيقت ویلو جرات پیدا کړي.
امین
سرخط ورځپاڼه