ولسمشر غني: پاکستان به د افغان جګړې زیان وګالي.

ولسمشر غني: پاکستان به د افغان جګړې زیان وګالي.


  • 3 کاله دمخه (05/03/2021)
  • خالد سهار
  • 1784

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، که د سولې روان بهیر نه بریالی کېږي نو پاکستان ته به یې د بل هر هېواد په پرتله سخت زیان ورسېږي. 

 

ولسمشر غني دغه څرګندونې تېره ورځ مازدیګر د اېکو سازمان پنځلس غړیو هېوادونو په ۱۴مه سرمشریزې انلاین جوړې شوې غونډې کې وکړې.

 

ولسمشر غني یادې سرمشریزې ته په خپلو خبرو کې ویلي،‌ چې پاکستان په افغانستان کې دایمي سولې په ټنګښت کې مهم رول لوبولی شي.

 

نوموړي ویلي، چې د افغانستان د راتلونکي خوندي کولو لپاره باید نړیوال او سیمه ییز تضمین شتون ولري. هغه د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړې، چې اوسمهال د یو سیاسي جوړجاړي له لارې افغانستان ته د سیاسي ثبات راوستلو لپاره یو ښه فرصت دی. 

 

نوموړي یو وار بیا ټینګار کړی، چې‌ افغانستان کې د اساسي قانون پلي کول او د یو منظم سیاسي بدلون لپاره یو اړین اصل دا دی، چې د نړیوالې ټولنې په همکارۍ او تر څارنې لاندې دغه هېواد کې راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې ترسره شي.

 

د اېکو سازمان همدې سرمشریزې ته د پاکستان لومړي وزیر عمران خان هم ویلي، چې افغانستان کې سوله د اېکو سازمان هېوادونو او سیمه کې د ثبات او اقتصادي پرمختګ لپاره اړینه ده.