کندز کې ۷ افغان سرتیري وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي

کندز کې ۷ افغان سرتیري وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي


  • 3 کاله دمخه (15/01/2021)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1248

د کندز ولایت سیمه ییز چارواکي وایي ددغه ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د برید له امله ۷ افغان سرتیري وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.

د چارواکو په وینا دغه پیښه نن سهار هغه مهال رامنځته شوه چې وسله والو طالبانو په یاده ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر یوه پوسته وسله وال برید وکړ.

د کندز د ولایتي شورا رییس وایي تر دې ډیر تلفاتو هغو ځواکونو ته اوښتي چې د پوستې ځواکونو ته د مرستې لپاره روان وو او لاره کې د طالبانو له کمین سره مخ شول.

ویل کیږي په وژل شویو کې د کمانډو ځواکونو یو قوماندان هم شامل دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.