د زعفراڼو حاصلات ۲۱ ټنو ته رسیدلي

د زعفراڼو حاصلات ۲۱ ټنو ته رسیدلي


  • 3 کاله دمخه (03/02/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 1126

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي چې سږکال هیواد کې د زعفراڼو حاصلات شاوخوا ۲۱ ټنو ته رسیدلي.

د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې سږکال تر ټولو زیات زعفران په هرات، بلخ، فاریاب، کندز، فراه او ډایکنډي ولایتونو کې تولید شوي.

د کرنې وزارت د مسوولنیو په وینا روان ۱۳۹۹ کال کې په شاوخوا ۷ زره او ۹۰۰ هکتاره ځمکه زعفراڼ کرل شوي  چې له دې ډلې ۷ زره او ۳۱۷ هکتاره ځمکه په هرات او له ۵۰۰ هکتاره کمه ځمکه په نورو ولایتونو کې د زعفراڼو د کښت لپاره ځانګړې شوې وه او د زعفراڼو کچه شاوخوا ۲۱ ټنو ته رسیدلې.

دا په داسې حال کې ده چې تازه د افغانستان زعفراڼو په ۲۰۲۱ زیږدیز کال کې د اروپايي ټولنې د خوړو د خوند نړیوال انسټیټیوټ د سرو زرو درې ستوریزه لومړنۍ جایزه هم ترلاسه کړې.