تاریخ جبرانیږي

تاریخ جبرانیږي


  • 3 کاله دمخه (03/02/2021)
  • سمسور
  • 1518

ما تل ویلي چې موږ د خپل تاریخ جبران ته اړتیا لرو، ډېرو خلکو ته به دا جالبه وي چې تاریخ څنګه جبرانېږي؟ خو د تاریخ د جبرانېدو یوه لار دا ده چې موږ خپلې اوبه مدیریت کړو او د تاریخ په لړ کې مو چې د اوبو د نه مهارېدو له امله کوم زیان لیدلی، هغه بېرته جبران کړو. 

 

د کمال خان بند اعمار زموږ د ۷۰۰ کاله  تاریخ جبران دی، زموږ د ځمکو آبادي ده، زموږ د خودکفایۍ خوا ته یو عملي ګام دی او زموږ له طبیعي سرچینو د ښې ګټې اخیستو ژوندی مثال دی. 

 

لکه څنګه مې چې له خپل ولس سره ژمنه کړې وه چې کمال خان به ۷۰۰ کاله وروسته یو ځل بیا اوبه زېرمه کوي، نن په خوښۍ د خپلې هغې ژمنې د پوره کېدو شاهد یم.

 

زما ولسه!

 

دا زما لپاره ویاړ دی چې نن تاسې ته د دغه ستر ارمان د ترسره کېدو مبارکي وایم! بیا هم ډاډ درکوم چې: 

«ډوډۍ راته له هر ځایه راځي او اوبه مو د هېچا نه دي، اوبه مو خپلې دي او دا اوبه به مهاروو!»

 

جمهور رییس محمد اشرف غني