افغانانوغوره نوماندته په راي ورکولوسره خپل ټاټوبي دبدبختيوڅخه وژغورۍ


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • زرولي خوشنود
  • 1247

زمونږهيوادچې اوس مهال دنړيوالۍ ټولني دتواجه وړګرځيدلي اونړيواله ټولنه غواړي چې ددغه هيواد ټول ناړيدلي بنسټونه له دسرورغوي اوميشتوهيواد والوته دسولي پرراوستوسربيره  دکارموندني زمينه برابره کړي داهغه بهترين چانس دي  چې ټول هيوادوال ورته دډېری مودي څخه په طمع وو
نوهيواد والو اوس مهال چې زمونږپه هيوادکې دولسمشرۍ اوولايتي شوراګانولپاره ټولټاکني ترسره کيږي تاسي بايدپه ډېرفکراوغورسره هغه چاته راېه ورکړي څوک  چې ددغوپوستونولپاره وړکسان وي اوکولايي شي زمونږهيواد له روانوبدبخيتوڅخه وژغوري اوهغه پروګرامونه پلي کړي چې له يويخوا هيواد والوته تري مستقماٌ ګټه راسږي اوله بلخوابنيادي اوبنسټيزي دعوايدومنبع جوړه وي .
که څه هم داځل ولسمشريزوټاکنوته زيات شميرهيواد والوځانونه کانديدکړي مګرتاسي ته په کاره چې خپله ارزښتمنه رايه هغه چاته ورکړي چې ددغه هيوادلپاره ګټورپروګرام لري اوهم يې  لادوړاندي ځيني پروګرامونه طرحه کړي چې دهيواد اقتصادي زيربنا يې دځينوهيوادونوپه پرتله همره لوړه کړي کوم چې مونږپري فکرهم نشوکولايي دوي اوس هم يوشميرپروګرامونه په لاس کې لري اوکه دتاسي په ارزښتمنه رايه بريالي شي ديادوپروګرامونوپه پلي کولوسره به زمونږهيوادپه ډېره کمه موده کې دخپلې پوهي اوتجربي په راڼاکې له شته بدبختيوڅخه وژغوري اوهم به مواقتصادي بنسټونه ورغوي اوترڅنګ به موهيواد والوته دورښانه راتلوونکي يوښه زيري ولري
زماهدف ددغي ليکني څخه دانه دي چې تاسي هغه تن ته رايه ورکړي کوم چې  هغه زما په فکر غوره وي بلکي زما هدف دادي چې تاسي هيوادوال هغه نوماند ته رايه ورکړي چې هغه دهيواد اداري اواقتصادي سيستم پياوړي کولوکې  موثرګامونه اخيستلي شي
اوکولايي شي زمونږهيواد له هراړخه پخپلوپښوودراوي چې له يخوا موافتصادي نظام پياوړي،ملي وحدت تقويه،اويوه شفافه غښتلې اداره رامينځته کړي اوهم موتعليمي سيستم دنړۍ په کچه غښتلې  اودبېلابېلوتعليمي موسسوڅخه يوشمير ځوانان بهرنيوهيوادونوته دزده کړو لپاره وليږي  اوترڅنګ هغه اوبه چې اوس مهال بي دکوم امتيازه نوروهيوادونوته تويږي پخپل هيوادکې ذخيره اوتري دبريښنا توليداوپه ځينونوروبرخوکې  ګټه پورته کړي اودهيواديوشميرکاني زيرموڅخه دزياتوعوايدوپه لاسته راوړلوسره  په نړيوال تجارتي مارکيټ کې ښه ځاي ومومي . 
ځکه پدغوکانديدانوکې داسي کسان شته چې د رښتيني ولسي او اغېزمن دولت د جوړولو، د متحرک اقتصاد او کاري زمينو پرايجاد لس کلن  اوهم  شل کلن  ستراتيژيک پلانونوپه طرحه کولو ديومنظم سيستم چې  پر بېلابېلو اړخونو به راڅرخېږي. په لاس کې لري خوهغوي يوازي اويوازي دتاسي ارزښتمني رايي ته سترګې په لاردي
نوهيله موداده چې تاسي هيوادوال په دي برخه کې خپله ايماني اوويجداني دنده ترسره کړي .
په درنښت :زرولي خوشنود دخوست تلويزيون خبريال