لوګر کې د ۲ ښوونځيو ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

لوګر کې د ۲ ښوونځيو ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې


  • 3 کاله دمخه (07/02/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 1093

د لوګر په خوښۍ ولسوالۍ کې د ۲ ښوونځیو نوې ودانۍ او د ۶ نورو ښوونځیو د پاکو اوبو څاه ګانې ګټې اخیستې ته وسپارل شوې.

یاد ښوونځي او د اوبو څاه ګانې د کلیو، بیارغاونې او پراختیا وزارت د اقراء پروګرام له لارې د ۱۹،۵ میلیونه افغانیو په لګښت جوړې  شوې دي. 

په جوړ شویو ښوونځیو کې د خواجه لغوي او پاینده خیلو  د نجونو او هلکانو د ښوونځيو ودانۍ او د  ۶ نورو ښوونځیو د پاکو اوبو ژورې څاه ګانې شاملې دي.

د لوګر د پوهنې په برخه کې د اقراء پروګرام ۱۱۱ پروژې شته، چې په دغو پروژو کې د ۶۸ ښوونځیو ودانۍ او د ۴۳ نورو ښوونځیو اړین ملحقات جوړول شامل دي.