د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله د چین مېشت سفیر سره لیدلي دي.

د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله د چین مېشت سفیر سره لیدلي دي.


  • 3 کاله دمخه (08/02/2021)
  • خالد سهار
  • 1114

د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب د چین هېواد له مېشت سفیر وانګ یو سره په کابل کې کتلي دي.

 

د ملي امنیت شورا دفتر وایي، چې په دې کتنه کې د چین هېواد سفیر وانګ یو ویلي، چې چین په افغانستان کې د فوري اوربند، د سولې د مذاکراتو د دوام او سیاسي ستیج ته د طالبانو د بېرته راستنېدو ملاتړ کوي.

 

سرچینه وایي، په دې کتنه کې همدا راز د چین هېواد سفیر وانګ یو د خپلو خبرو پر دوام ویلي، چې د سولې په پروسه کې د افغان حکومت د مهم رول ملاتړ کوي او د خپل هېواد له لوري یې له افغانستان سره د دوه اړخیرو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

 

دا په داسې حال کې ده، چې د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب څو ورځې وړاندې په کابل کې د جاپان له مېشت سفیر تاکاشي اوکادا سره په تعارفي لیدنه کې نوموړي ښه راغلاست ویلی و او همدارنګه یې له افغانستان سره د جاپان هېواد د همکاریو قدردانی کړی و.

 

له سرچینې څخه په خپرو شویو معلوماتو کې راغلي، چې په کابل کې د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا ډاډ څرګند کړی و، چې هېواد به یې د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکړي.

 

د سرچینې په حواله، دغه راز په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانانو پر وړاندې د طالبانو د تاوتریخوالي پر درېدو ټینګار کړی و.