د کندهار په میوند او ارغنداب ولسوالي کې ۲۵ او د ننګرهار په خوږیاڼو او شېرزادو ولسوالیو کې ۳۷ طالبان وژل شوي.
ملي دفاع وزارت په یوه خپره کړې خبر پاڼه کې د کندهار په ارغنداب او میوند ولسواليو کې د ۲۵ طالبانو د وژل کېدو او ۱۴ تنو د ټپي کېدو خبر ورکړی.
یاد وزارت همداشان زیاته کړې، چې افغان ځواکونو په دې عملیاتو کې د طالبانو له لوري ځای پر ځای شوي، ۹۶ کړۍ ماینونه کشف او له منځه وړي.
بل طرف بیا د ننګرهار والي ضیاالحق امرخيل. پر خپله ټویټر پاڼه د ننګرهار په خوږیاڼو او شېرزادو ولسوالیو کې، د ۳۷ طالبانو د وژلو خبر ورکړی.
نوموړي لیکلي، چې د ننګرهار د خوږیاڼو ولسوالۍ په زاویې سیمه کې د تېرې شپې راهیسې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۳۱ طالبان وژل شوي او په ورته مهال د شېرزادو ولسوالي کې بیا افغان ځواکونو ۶ طالبان وژلي، چې جسدونه یې لاهم په سیمه کې پراته دي.