د کونړ نرنګ ولسوالۍ کې د پاکو اوبو شبکه جوړه شوه

د کونړ نرنګ ولسوالۍ کې د پاکو اوبو شبکه جوړه شوه


  • 3 کاله دمخه (19/02/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 1047

د کونړ په نرنګ ولسوالۍ کې د ۳،۶ میلیونه افغانیو لګښت د پاکو اوبو شبکه جوړه شوه. 

د ولسي تړون ملي برنامې له مخې د نرنګ ولسوالۍ په توحید اباد کلي کې د پاکو اوبو رسولو شبکې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. 

د نرنګ ولسوال فرید الله ماموند وایي، د ولسونو په لس سلنه ونډې سره دغه پروژوه د ولسي تړون ملي برنامې په چوکاټ کې بشپړه او ۲۵۰ کورنیو ته د پاکو اوبو اسانتیاوې رامنځته شوې. 

هغه وایي، د ولسي تړون ملي برنامې له مخې په یاده ولسوالۍ کې د ۵۸ شوراګانو له خوا بېلابېلې پروژې پلي شوي او ځینې یې دوام لري، چې سلګونو خلکو ته پکې کاري فرصتونه رامنځته شوي دي.