اسرائیلو د بیروت هوایي ډګر ته نږدې بریدونه کړي

اسرائیلو د بیروت هوایي ډګر ته نږدې بریدونه کړي


  • 2 مياشتي دمخه (21/10/2024)
  • عبدالبصیر رحمت زی
  • 79

اسرائیلو پرون شپه د لبنان په بیروت کې پر زېربناوو بریدونه کړي دي.

المنار خبري شبکې خبر ورکړی چې اسرائیلو په پرونیو بريدونو کې د بیروت زېربناوې تر بریدو لاندې راوستې دي.

خبر زیاتوي چې اسرائیلو د بیروت هوایي میدان ته نږدې د برج البراجنه پر سیمه بریدونه کړي دي.

همداراز اسرائیلو د لبنان د حزب الله ډلې اړوند پر قرض الحسنه بانک باندې هم ۱۳ ځله بریدونه کړي دي.


دا بریدونه وروسته له هغې ترسره شوي چې تر دې وړاندې اسرائیلو ویلي چې د حزب الله ډلې پر اقتصادي مرکزونو به بریدونه وکړي.