ملي دفاع وزارت وايي چې امریکا افغان ځواکونو سره د ۶۴۰ جنګي وسایطو مرسته کړې چې له ډلې یې ۴۰۳ هاموې ټانګونه دي.
د ملي دفاع وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پوځي وسایط نن د یو لړ مراسمو په لړ کې ملي دفاع وزارت ته وسپارل شول.
مسوولین وايي چې افغان ځواکونه به له دغو وسایطو او تجهیزاتو څخه چې ۴۰۳ یې هاموې ټانګونه، ۴۳ رینجرې، ۲۳ امبولانسونه او ۱۷۰ موټرسایکلونه دي په موثره توګه ګټه پورته کړي.
دفاع وزارت وایي چې ډیر ژر به نوي مرسته شوي تجهیزات د ملي اردو قول اردو ګانو ته وویشل شي.