تېره شپه افغان ځواکونو د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ په ارغندۍ سیمه کې شپني عملیات ترسره کړي دي، چې په پایله کې یې درې ملکي وګړي وژل شوي دي.
ځایي اوسېدونکو ویلي، چې تېره شپه د ملي امنیت ۰۱ قطې په شپنیو عملیات کې د یوې کورنۍ درې غړي وژلي دي.
د سیمې اوسېدونکو د وژلو شویو کسانو جسدونه د کابل - کندهار لویې لارې په منځ کې ایښي دي او له دولت څخه د یادې پېښې د سپیناوي غوښتنه کوي.
د سرچینې په خبره، چې وژل شوي وګړي ملکیان دي او او له کومې وسله والې ډلې سره یې اړیکه نه درلوده.
بل لورته چارواکو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.