ولسمشر غني: ترکیه دې په افغان سوله کې همکاري ډېره کړي

ولسمشر غني: ترکیه دې په افغان سوله کې همکاري ډېره کړي


  • 3 کاله دمخه (02/03/2021)
  • حضرت علي میاخیل
  • 1814

ولسمشر غني د ترکیې او افغانستان د ډیپلوماټیکو اړیکو د سلمې کالیزې د لمانځنې په مناسبت پیغام خپور کړی او ویلي دي، چې ترکیه دې په افغانستان کې له خپل نفوذ نه په استفادې افغان سوله کې همکاري وکړي. نوموړي ویل چې ترکیه د افغانستان یوه ښه ملګری هېواد دی او تل یې له افغانستان سره په بیلا بیلو برخو کې همکاري کړې ده. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان بیا په خپل خپاره کړي پیغام کې ویلي، چې ترکیه د افغان سولې د راتګ ملاتړې ده او دغه برخه کې هر ډول همکارۍ ته تیار دي. ده ویلي چې د هغې سولې ملاتړ کوي، چې د افغانانو په مشرۍ او مالیکیت وي.