پاکستاني تالېبان: د پاکستان پوهنتونونه د فحاشۍ مرکزونه دي؛ که اصلاح نشي بریدونه پرې  کوو

پاکستاني تالېبان: د پاکستان پوهنتونونه د فحاشۍ مرکزونه دي؛ که اصلاح نشي بریدونه پرې کوو


  • 3 کاله دمخه (27/09/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1368

تحریک تالېبان پاکستان ډلې دا ځل د پاکستان حکومت پر پوهنتونونو د برید خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، چې یاد پوهنتونونه د فحشا مرکزونه دي او که اصلاح نشي؛ نو دوی به پري بریدونه وکړي.

د یادې ډلې ویاند رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې لیکلي، چې د پاکستان حکومت د پنجاب تر کنټرول لاندې دی او اصلاح یې ناممکنه ده.

خبرپاڼه کې دغه راز راغلي، چې پاکستان کې پوهنتونونه اسلامي نه دي، پر جنکیانو په کې جنسي تیري تر سره کیږي او یادې ساحې د استادانو د سات تیرۍ مرکزونه دي، چې دا چاره تحریک تالېبان پاکستان ډلې ته نوره د منلو نه ده.

یاده خبرپاڼه په داسې حال کې خپریږي، چې دوه اوونۍ وړاندې هم د اسلام اباد یو پوهنتون کې پر یوې محصلې د استاد له لوري جنسي تیری ترسره شوی و.