حمد الله محب: لر او بر یو افغان دی او هیڅوک یې نشي بېلولای

حمد الله محب: لر او بر یو افغان دی او هیڅوک یې نشي بېلولای


  • 3 کاله دمخه (07/03/2021)
  • کامران احمدزي
  • 1811

د ملي امنیت شورا سلاکار وايي، هڅه کوي، چې له پولې هاغاړه افغانان هم امن کړي.

نوموړي نن د امن او ثبات تر نامه لاندې کنفرانس کې وویل، چې افغانان تاریخ کې د سولې زیاتې دورې او خاطرې لري؛ خو لسیزې وشوې، چې یو دایمي ثبات نلري او اوس وخت دی، چې مونږ باید ټول یو دایمي ثبات ته ورسېږو.

نوموړي همداشان زیاته کړې، چې افغان حکومت هڅه کوي، افغانستان او سیمه کې ثبات ټینګ کړي.

حمدالله محب د خپلو خبرو پر دوام د ډيورنډ هاخوا افغانان د لوی افغانستان یوه مهمه برخه یاده کړه او ویې ویل، چې هیڅ جابر نشي کولای د دواړو غاړو ترمنځ بېلتون راولي.

محب د سیمې د امنیت خبره په داسې حال کې کوي، چې د کب نهمه د امنیتي سرتېرو د ورځې په نمانځغونډه کې ولسمشر محمد اشرف غني هم ویلي و، چې افغان ځواکونه اوس ټوله نړۍ د ترهګرۍ له ګواښ څخه ژغوري.