یوونتوس د پورتو پر وړاندې لوبه ٣-٢ وګټله خو لا هم بل پړاو تګ لپاره کافي نه وه او پورتو چې خپل وروستۍ لوبه یې ٢-١ ګټلې وه بل پړاو ته ورسېد
په دې لوبه کې د مهدي طارمي د پورتو ایراني الاصله لوبغاړي یوه پنالټي واخیسته او اولیوېرا پرې ګول وکړ.
خو طارمي د لوبې په دوهمې نیمایي کې دوه ژېړ کارتونه واخیستل او د لوبڅار سره په جنجال کولو له لوبې وایستل شو.
پورتو چې لس لوبغاړي ورته پاتې وو تر سخت فشار لاندې راغله. فدریکو د لوبې دوهمې نیمایي کې یو ګول د یوونتوس لپاره کړی و او دوهم یې هم په چټکې وکړ چې لوبډلې ته لږ سا ورکړي.
لوبه اضافي وخت ته لاړه او اولیویرا د خپلې لوبډلې لپاره دوهم ګول هم وکړ او حالت یې د یوونتوس لپاره سخت کړ. بیا رابیو د بل ګول په وهلو بریالی شو خو بیا یې هم ونشو کولی خپله لوبډله بل پړاو ته ورسوي