افغان حکومت په مسکو کې دسولې په اړه جوړېدونکې غونډې ته پلاوی استوي.

افغان حکومت په مسکو کې دسولې په اړه جوړېدونکې غونډې ته پلاوی استوي.


  • 3 کاله دمخه (11/03/2021)
  • رفیع الله نقیب زی
  • 1488

 

افغان حکومت تائید کړې، چې د سولې په اړه په مسکو کې جوړېدونکې غونډې ته خپل پلاوی استوي. چارواکي وایي، ژر به پرېکړه وکړي، چې کوم کسان د افغان دولت له لوري په یاده غونډه کې استازیتوب وکړي

 

یاده غونډه په دې موخه جوړېږي، چې د سولې له روانو خبرو ملاتړ، د یاد بهیر ګړندي کول د افغان جګړې پایته رسولو او پر اوربند خبرې وشي.

په ورته وخت کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف ویلي، د مسکو غونډه د دوحې د غونډې ملاتړ لپاره ده او له دې غونډې سره په ټکر کې نه ده.

ټاکل شوې ده چې یاده  ناسته به د روانې مارچ میاشتې په ۱۸مه نیټه ترسره شي.د روسیې حکومت د افغانستان څلور حکومتي کسان، شاوخوا ۶ سیاسي مشران او د طالبانو  پنځه استازي یادې غونډې ته ور بللي دي.

یاده ناسته د ترویکا په نوم د امریکا، روسیې، چین او پاکستان لخوا درې اړخیزه میکانیزم په چوکاټ کې جوړېږي.

د بهرنیو چارو وزارت ستر سلاکار باري سلام د دې غونډې په اړه ویلي، دولت لېوال دی چې دې غونډې ته استازي واستوي، خو تر اوسه معلومه نه ده، چې څوک به دحکومت په استازولۍ په یاده غونډه کې ګډون وکړي، خو په راتلوونکو دوو ورځو کې به ورته کسان مشخص شي.

باید یاده شي، چې دمسکو غونډه په داسې مهال جوړېږي، چې په دوحه کې دافغانانو ترمنځ خبرې پڅې پرمخ روانې دي، طمعه ده دیادو خبرو دګړندیتوب لپاره په ترکیه کې هم دطالبانو او افغان حکومت دمشرانو ترمنځ ناسته ترسره شي.