د اسټرالیا ښځینه لوبډلې د نیوزیلینډ ښځینه لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د اسټرالیا ښځینه لوبډلې د نیوزیلینډ ښځینه لوبډلې ته ماتې ورکړه.


  • 3 کاله دمخه (11/04/2021)
  • حضرت علي میاخېل
  • 1338

سمسور (یکشنبه د وري ۲۲) د درې پنځوس اوریزو لوبو وروستۍ لوبه د اسټرالیا د ښځينه لوبډلو او د نیوزیلینډ ښځینه لوبډلو تر منځ ترسره شوه.

دغه لوبه چې پرون د اپریل په ۱۰ نېټه ترسره شوه د باران له امله له پنځوسو اورونو ۲۵ اورونو ته راښکته شوه. په دې لوبه کې لومړۍ توپ وهنه د اسټرالیا ښځینه لوبډلې وکړه او په ټاکلو ۲۵ اورونو کې یې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۹ منډې جوړې کړې او د ۱۵۰ منډو هدف یې د نیوزیلینډ ښځینه لوبډلې ته ورکړ. د اسټرالیا لپاره په توپ وهنه کې بیت موني ۲۸ او الیسا هیلي ۴۶ منډې جوړې کړې. د نیوزیلینډ ښځینه لوبډلې لپاره، لي تهوهو ۲ او  کاسفریک ۳ لوبغاړې وسوځولې.

نیوزیلینډ لوبډلې ټاکل شوی هدف پوره نه شوای کړای. دوی په ۲۵ اورونو کې خپلې نهه لوبغاړې د لاسه ورکړې او ۱۲۸ منډې یې جوړې کړې. نیوزیلینډ ښځینه لوبډلې په دې لوبه کې په  ۲۱ منډو ماتې ومنله.

د نیوزیلینډ لپاره، امي سټریټ وایټ ۲۰ او لي تهوهو ۲۱ منډې جوړې کړې.

د اسټرالیا ښځینه لوبغاړو کې میګان سکاټ او جورجیا وارهم، دوه دوه لوبغاړې وسوځولې.

ددغې لوبې د غوره لوبغاړې جایزه الیسا هیلي ته ورکول شوه، چې ۴۶ منډې یې جوړې کړې وې او شپږ څلوریزې یې وهلې وې.

په دې بریا سره اسټرالیا ښځینه لوبډلې ۳ـ۰ نیوزیلینډ ښځینه لوبډلې ته په سیریز کې ماتې ورکړه.