بلنکین د افغانستان په اړه له ناټو غړو هېوادونو سره خبرې کوي

بلنکین د افغانستان په اړه له ناټو غړو هېوادونو سره خبرې کوي


  • 3 کاله دمخه (12/04/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 1927

سمسور(دوشنبه د وري ۲۳) امریکا د افغانستان د اوسني وضعیت او په دې هېواد کې د راتلونکو اقداماتو په اړه د ناټو له غړو هېوادونو سره خبرې کوي.

امریکايي رسنۍ وايي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن به په روانه اوونۍ کې بروکسل ته لاړ شي او هلته به د افغانستان په اړه په یو شمېر مهمو مسائلو د ناټو غړو هېوادونو سره خبرې وکړي.

د راپورونو له مخې بلنکین سره به دې سفر کې د یاد هېواد دفاع وزیر هم ملتیا کوي او تر ډېره به د په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو په شتون او وتلو خبرې وکړي.

د دې تر څنګ ټاکل شوې چې بلینکن د ناټو له غړو هېوادونو سره د ایران او اوکراین په اړه هم خبرې وکړي.

سره له دې، چې د ناټو غړو هېوادونو خپلو تېرو دوه غونډو کې د افغانستان په اړه پرېکړه نه ده کړې؛ خو ښايي دا ځل ناټو هم افغانستان کې د خپلو ځواکونو په اړه غوڅه پرېکړه وکړي.