کامینارا: پاکستان دې افغان سوله کې مرسته وکړي

کامینارا: پاکستان دې افغان سوله کې مرسته وکړي


  • 3 کاله دمخه (19/05/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 1349

 د اروپايي ټولنې استازې اندرولا کامینارا د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره کتلي  او د نورو مسائلو تر څنګ یې له پاکستان حکومت څخه غوښتي، چې د افغان سولې په برخه کې دې پر طالبانو فشار زیات کړي.

د رسنیو د راپورونو له مخې کامینارا په دې ليدنه کې ویلي، چې طالبان له اوږدې مودې راهیسي په پاکستان کې میشت دي او اوس نړۍ په دې پوهېدلې، چې طالبان په پاکستان کې کورونه لري او له همدې ځایه افغانستان ته د جګړې لپاره ځي؛ نو پاکستان حکومت کولای شي، چې یاده ډله له خپل نفوذ څخه په استفادې له افغان حکومت سره د سولې ریښتینو خبرو ته کینوې.

که څه هم تر دې وړاندې ګڼو پاکستاني مشرانو له افغان حکومت سره د سولې خبرو کې د مرستو ژمنه کړې؛ خو لاهم یاد هېواد دوه مخی سیاست ترسره کوي.

څو ورځې وړاندې له شپېګل الماني مجلې سره ولسشمر غني هم په خپلو خبرو کې ویلي وو، چې پاکستان له طالبانو سره منظمې مرستې ترسره کوي.