افغان لوبغاړي څومره معاشونه لري؟ او په کومو کټګوریو ویشل شوي؟

افغان لوبغاړي څومره معاشونه لري؟ او په کومو کټګوریو ویشل شوي؟


  • 3 کاله دمخه (26/05/2021)
  • حضرت علي میاخېل
  • 1228

په اړه یې معلومات ولولئ

د افغان کرکټ بورډ سره د لوبغاړو د کړي تړون له مخې په لومړۍ کټګوري کې د هیواد د ملي لوبډلې کپتان اصغر افغان، محمد نبي عیسی خیل، راشد خان او مجیب الرحمن شامل دي، چې هر یوه ته د میاشتې ۳۲۵۰ امریکایي ډالر تنخوا ورکول کېږي. دا رقم د لوبغاړو په میاشتنۍ تنخوا کې ترټولو لوړ دی او نور لوبغاړي له دې څخه کمه اندازه پیسې ترلاسه کوي.

د تړون په دویمه کټګورۍ کې د هیواد د ملي لوبډلې ۵ لوبغاړي شامل دي. په دغې کټګورۍ کې رحمت شاه زرمتی، نوین الحق، ګلبدین نایب، نجیب الله ځدراڼ او حضرت الله ځاځی هغه لوبغاړي دي چې له کرکټ بورډ سره په دویمه کټګورۍ کې شامل دي او د میاشتې ۲۲۵۰ امریکایي ډالر تنخوا ترلاسه کوي.

د لوبغاړو د مرکزي تړون په دریمه کټګورۍ کې څلورویشت لوبغاړي شامل دي. جاوید احمدي، افسر ځاځی، فرید ملک، اکرام علی خیل، رحمان الله ګربز، حمزه هوتک، کریم جنت، ظاهر پکتین، حشمت الله شهیدي، شرف الدین اشرف، قیس احمد، ابراهیم ځدراڼ، احسان جنت، یمین احمدزی، مرحوم نجیب تره کی، ناصر جمال، سمیع الله شینواری، سید شیرزاد، عثمان غني، نورعلي ځدراڼ، حمید حسن، وفادار مومند، میرویس اشرف او شاپور ځدران هغه لوبغاړي دي چې په دریمه کټګورۍ کې شتون لري او د میاشتې ۱۷۰۰ امریکایي ډالر تنخوا لري.