عبدالله عبدالله: "که طالبان فکر کوي، د جګړې له لارې پر افغانستان ولکه ټینګوي، نه‌شي کولای."

عبدالله عبدالله: "که طالبان فکر کوي، د جګړې له لارې پر افغانستان ولکه ټینګوي، نه‌شي کولای."


  • 3 کاله دمخه (16/06/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1449

د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله نن په کابل کې یوې غونډې ته د خبرو پر مهال وویل چې: "که طالبان فکر کوي، د جګړې له لارې پر افغانستان ولکه ټینګوي، نه‌شي کولای. د جګړې دوام لویه ضایعه ده او قربانیان یې خلک دي."

ښاغلي عبدالله زیاته کړې: "په داسې وضعیت کې چې د مذاکرې وخت دی، پر سوله د مذاکرې بابېزه ګڼل، لویه تاریخي ضایعه ده." 

عبدالله عبدالله د خپلو خبرو پر دوام ویلي، "موږ له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو پرېکړې ته چمتو نه وو، په چمتووالي کې بې‌غوري شوې."

هغه همداراز له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو پرېکړې ته په اشارې ویلي، چې دې مسئلې طالبانو ته داسې شرایط برابر کړل، چې ترې استفاده وکړي او داسې فکر وکړي، چې ګنې جګړه کې ګټونکي کېږي.

د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله دا څرګندونې داسې مهال دي، چې طالبانو د افغانستان په ځینو ولایتونو کې جګړه تېزه کړې ده او ان په ځینو ولایتونو کې یې د ولسوالیو د مرکزونو د نیولو هڅه وکړه.

د ویلو ده، چې عبدالله عبدالله تېره ورځ هم یوې غونډې ته په وینا کې ویلي، هغه څرګندونې سمې نه دي، چې ګویا ځینې سیمې د یو پلان له مخې طالبانو ته پرېښودل کېږي.

د هغه په ټکو، په دې وروستيو کې له يو شمېر ولسواليو څخه تکتيکي شاتګ خلک اندېښمن کړي دي.