"نوی" ستاینوم څرنګه وکارو؟

"نوی" ستاینوم څرنګه وکارو؟


  • 3 کاله دمخه (16/06/2021)
  • صهیب راوي
  • 2206

ښار کې مې د یو درملتون لوحې ته فکر شو، لیکلي یې وو: ( نوی نوید درملتون).

 " نوی" ستاینوم د اوسني کاروبار او پلورنځیو ډېر کاریدلی ستاینوم دی.

څوک چې د نوښت په هڅه کې دي، " نوی، نیو او نوین" ستاینومونه ورته د نوښت دروازې ښکاري او ګومان کوي که له هر نوم سره " نوی" و نه لیکي؛ نو په رښتیا " نوی جوړ شوی درملتون، دوکان، هوټل یا بانک" به یې نوی ښکاره نه شي او خلک به یې زوړ وبولي.

  موږ له " نوی کابل بانک، افغانستان نوین، نیو کابل سټار " او دې ته ورته نومونو سره بلد یو او که ووایم، نوی" چې دري انډول یې نوین او انګلیسي هغه یې نیو راځي" دومره تکرار شو، چې نور نو فکر نه کوم څوک دې، د زوړ یا پخواني په پرتله " نوی" غوندې ستاینوم د حیرانیتا وړ وبولي او دلچسپسي دې ورسره وښيي.

دا هم هماغسې ده، چې موږ د "نوښت" کلمه په کلیشې بدله کړه، خو پخپله نوښت راکې تراوسه را پیدا نه شو.

زما په اند " نوی" ستاینوم دې لاندې خبرو ته په پام ولیکل شي:

۱ـ نوی ستاینوم دې هغه وخت وکارول شي، چې موصوف یا ستایل شوی یې تر دې پخوا وي، خو په دغه اوسني ډول نه وي. د بېلګې په توګه:

ګل پاچا الفت چې په غوره نثرونو کې " نوی کال او نوی فکر" ترکیبونه څرنګه استعمال کړي، دغه خبره یې په پوره ډول په پام کې نیولې او پر اوریدو یې د زوړ فکر یا زوړ کال ترکیبونه داسې سترګو ته را دریږي، چې رښتیا هم نوی فکر دې د پخواني زوړ فکر غوندې نه وي او نوی کال باید د تېرو هغو په توپیر نوی اووسي.

۲ـ نوی ستاینوم دې پښوییزو او ګرامري قواعدو ته په پامنیوي ولیکل شي، داسې ځای دې نه لیکل کېږي، چې اړتیا یې نه وي، مثلآ: په ( نوی نوید درملتون) کې نوید هېڅ وخت نوی کېدای نه شي او دا چې د شخص نوم دی، مانا دا چې زوړ نوید نه وي او برعکس "نوي نوید" لیکلو ته یې هم څه اړتیا نه پېښږي. 

زه وایم که پورتني ترکیبي نوم کې، نوی تر درملتون کلمې هم وړاندې ولیکل شي بې مانا راځي، ځکه د نويد په نوم شخص زوړ درملتون نه درلود، چې نوی به یې له هغو سره څه توپیر را په ګوته کړي.

کله چې د ستاینوم په اړه له پښوییزو قواعدو یادونه کوو، ذهن ته مو دا خبره راځي، چې صفت باید تر خپل موصوف وړاندې لیکل شوی وي، که داسې نه وي د مفهوم په رساوي کې ستونزې را پیداکوي او که چا تر کړ یا فعل وړاندې ولیکه، پر ستاینومیز قید اوړي. لکه په دې جمله کې: "... زه هغه وخت کابل ته نوی راغلی وم." په دې جمله کې " نوی" چې صفت دی پر قید بدل شوی، ځکه چې د نوم پر ځای فعل تشریحوي.

۳ـ د اوسنیو ډېرو پښتو بیاځلي چاپ شویو کتابونو پر پُښتۍ لیکل شوي وي چې: "له نویو زیاتونو او سمونو سره." 

زه وایم د یو کتاب پر پښتۍ دې دومره ښکاره تېروتنه نه تکراریږي.

دا چې په بیاځلي چاپ شویو کتابونو کې د زیاتونو اړتیا وي که د کمونو؟ لومړی خو باید په دې فکر وشي، بیا که د زیاتونو اړتیا وه، نو د نویو زیاتونو اړتیا يې څه؟ زه فکر نه کوم، چې د زیاتولو فعل دې زوړ او نوی شکل ولري.