د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ۱ زر او ۹۲۷ نورې مثبتې پېښې ثبت شوي او ۹۳ کسان یې له امله مړه شوي دي.
روغتیا وزارت وایي، په همدې موده کې له یادې ناروغۍ ۵۲۶ کسان بېرته رغیدلي دي.
د یادو پېښو له ثبتېدو سره په ټول افغانستان کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر یو لک درې زره او ۹۲۱ ته ورسېد او د مړو شمېر بیا ۴۲۱۵ ته لوړ شوی دی.
روغتیا وزارت په ټولو هېوادوالو غږ کوي، چې روغتیایي سپارښتنې عملي کړي تر څو له دې وژونکې ناروغۍ څخه وژغورل شي.