د بدخشان چارواکي: له څلورو ولسوالیو یې طالبان په شا کړل

د بدخشان چارواکي: له څلورو ولسوالیو یې طالبان په شا کړل


  • 3 کاله دمخه (28/06/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1392

د بدخشان ولایت چارواکي وايي، د دې ولایت پر څلورو ولسوالیو یې د طالبانو د بریدونو مخنیوی کړی او په وینا یې د یادو ولسوالیو له سیمو یې په شا تمبولې دي.

د بدخشان والي احمد بشیر صمیم رسنیو سره په خبرو کې ویلي، طالبانو تېره شپه له څو لورو د تیشکان، جرم، بهارک او کشم ولسوالیو د نیولو لپاره بریدونه پیل کړې وو. 

د والي په خبره، د طالبانو دغه بریدونه د امنیتي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخامخ شوې دي او یاده ډله یې د سیمو پرې‌ښودو ته اړ کړې ده. 

د بدخشان والي احمد بشیر صمیم په دغو عملیاتو کې طالبانو ته د درنې مرګ‌ژوبلې اړولو خبر کوي، خو د وژل شویو طالبانو شمېر یې نه‌دی په ډاګه کړی.

د سیمې د اوسېدوونکو په وینا، دغلته له تېرو څو ورځو راهیسې طالبانو خپل بریدونه زیات کړي وو، چې د دوی ګڼې چارې یې خنډ او ځنډ سره مخ کړې وې.

دوی زیاتوي، چې اوسمهال په سیمه کې امنیتي ځواکونه شتون لري او خپل کاروبا په عادي ډول پر مخ وړي.