له کابل تللي پلاوي ایران کې له طالب پلاوي سره کتلي

له کابل تللي پلاوي ایران کې له طالب پلاوي سره کتلي


  • 3 کاله دمخه (07/07/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1409

له کابل څخه تللي پلاوي په ایران کې د طالبانو د قطر دفتر له غړو سره کتلي دي.

په یاد پلاوي کې د سولې په چارو کې د ولسمشر سلاکار سلام رحیمي، د پخواني ولسمشر حامد کرزي لومړی مرستیال یونس قانوني او د پخواني ولسمشر د دفتر ریس کریم خرم شامل دي.

د راپورونو له مخې په دې ليدنه کې پر افغان سولې او د روان تاوتریخوالي په کمېدلو خبرې اترې شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د شیر عباس ستانکزي په مشرۍ یاده لیدنه تایید کړې؛ خو افغان حکومت تر اوسه د یادې ليدنې په اړه څه نه دي ويلي.